د افغانستان حزب اسلامي د یوې اعلامیې په خپرولو حکومت سره د خپل مشارکت د پرېکړې راپورونه رد کړي دي.
له دغه حزب څخه په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د حزباسلامي دريځ دا و او دا دی چې د جګړې په پای ته رسولو او د امنيت په ټينګښت کې به له دولت سره له کوم قید او شرط پرته ملتيا او مرسته وکړي چې دا په هېڅ ډول په حکومت کې له مشارکت سره تړاو نهلري.
دا اعلامیه وروسته تر هغې خپرېږي چې په دې وروستیو کې یو شمېر داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې، حزباسلامي په ملي یووالي حکومت کې د مشارکت پرېکړه کړې ده.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ که څه هم په دې اړه څه نهوايي چې له حزباسلامي سره په دې اړه خبرې شوي که نه؟ خو ټینګار کوي چې هر افغان په حکومت کې د شاملېدو او کار کولو حق لري.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال وايي:
"هر افغان د افغانستان د حکومت په هر څانګه کې په هره برخه کې د خدمت کولو حق لري او په دغې برخه کې کوم قانوني خنډ نهشته."
د یادونې وړ ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان حزباسلامي افغان حکومت سره د سولې د تفاهملیک تر لاسلیک او د ښاغلي حکمتیار تر راڅرګندېدلو وروسته په وار-وار په افغانستان کې د سولې د ټینګښت برخه کې افغان حکومت سره د مرستې خبره کړې ده.
خو د دغه ګوند مشر په وار-وار په ملي یووالي حکومت کې ځینو ستونزو ته هم اشاره کړې چې په وینا یې باید اصلاحات رامنځته شي.
ګلبدین حکمتیار دا هم ویلي چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د هواري لپاره د یوې ملي اجماع په جوړولو بوخت دی.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان د ملي یووالي حکومت په خپلو کارونو کې ناتوانه او مات بولي وايي، که حزباسلامي له حکومت سره مشارکت ته غاړه کېږدي، کېدای شي چې ښه حکومتوالي پیاوړې شي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی د ملي یووالي حکومت په خپلو کارونو کې ناتوانه او مات بولي وايي، که حزباسلامي له حکومت سره مشارکت ته غاړه کېږدي، کېدای شي چې ښه حکومتوالي پیاوړې شي.
ښاغلی صافی زیاتوي:
"که حزباسلامي له حکومت سره یوځای شي کېدای شي چې د حکومت د استحکام په ګټه اقلاً تر راتلونکو دوو نورو کلونو لپاره چې انتخاباتو ته لاره هوارېږي تمام شي."
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت له سختو سیاسي مخالفتونو سره مخ دی چې تازه په دې وروستیو کې دوو ائتلافونو د افغانستان د ژغورنې او د افغانستان د خلکو ملي محور یې په وړاندې د موجودیت اعلان وکړ.