پکتیا کې په ۴ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانيو د اوبو کانال جوړېږي

د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د څلور میلیونه او ۳۰۰ زره افغانيو په ارزښت د اوبو یو کانال رغول کېږي.

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد تسل نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه کانال د «اېس. ډي. سي» مؤسسې له‌خوا د درېیو میاشتو په موده کې رغول کېږي چې ۴۵۲ جریبه ځمکه به خړوبه کړي.

ښاغلي تسل په لیرې پرتو سيمو کې د خلکو د اقتصادي وضعيت د ښه‌والي په هدف، د دا شان پروژو تطبیق ګټور بولي.