افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سیمه کې انتحاري حمله په سختو ټکو غندلې ده.
ارګ او سپېدار ماڼۍ د بېلابېلو خبرپانو په خپرولو سره دغه حمله نهبخښونکی عمل بللی.
د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاهحسین مرتضوي د دوشنبې په ورځ یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل:
"د هغو معلوماتو پر اساس چې موږ له امنیتي ادارو څخه ترلاسه کړي دي، د کابل د نن سهار په حمله کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۱ ټپیان دي چې تر ډېره پهکې ملکي وګړي دي او د دې احتمال شته چې دا ارقام بدل شي."
د کابل ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند سیمه کې دغه انتحاري حمله د دوشنبې په ورځ سهار شااوخوا ۷ بجې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق کور ته نېږدې شوې ده.
امنیتي چارواکي وايي چې د پېښې قربانیان ملکي وګړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه د حملې هدف معلوم نهدی، خو پهدې پېښه کې د کانونو وزارت د کارکوونکو موټر په بشپړ توګه سوځېدلی دی.
دغې حملې د ځاني تلفاتو تر څنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.
د پېښې عیني شاهدان وايي، یو شمېر جسدونه سوځېدلي او حتی نهپېژندل کېږي.
احمد ستاري او رفیع جسور پهدې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"سهار وختي و چې دغه چاودنه وشوه، خلکو ته ډېر تلفات اوښتي دي، څو ټپیان مې ولیدل چې حتی نهپېژندل کېدل چې څوک دي."
"ډېره زړه بوګنونکې پېښه وه، هرې خوا ته لاس او پښې وې، وینه او اور لیدل کېدل او ټولو خلکو هرې خوا ته منډې وهلې."
د پېښې ټپيان او د وژل شویو کسانو جسدونه د کابل اېمرجنسي، استقلال او ابن سینا رغتونونو ته انتقال شوي دي.
یو شمېر هغه کسان چې پهدې پېښه کې ټپي شوي د خپلو سترګو لېدلی حال داسې بیانوي:
"زما نوم نورالله دی، په خونه کې له خپل همکار سره وم چې چاودنه وشوه، ښیښې ماتې شوې، زه هم د ښیښو د ماتېدو له وجې ټپي شوم."
د پېښې مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی.
د دغې ډلې ویاند ذبیحالله مجاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې دوی پهدې حمله کې د ملي امنیت ریاست کارکوونکي په نښه کړي دي او د دې حملې په طرحه کولو يې دوه میاشتې کار کړی و.
راپور: ناجیه ساپۍ