د افغانستان د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له ازبکستانه د هغو هوکړه لیکونکو د نهايي کېدو غوښتنه کړې چې پر اساس یې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارتي همکارۍ چټکېدلای شي.
د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه وايي،محمد حنیف اتمر او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو پرون د شنبې په ورځ په تاشکند کې د ازبکستان د بهرني تجارت له وزیر سره کتلي او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره یې د هڅو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د اقتصادي او تجارتي همکاریو په اړه پرېکړه لیکونه چې دواړه به یې نهايي کړي، د لاسلیک لپاره د ازبکستان او افغانستان د ولسمشرانو غونډې ته وړاندې کېږي.
په خبرپاڼه کې نهدي ویل شوي چې د دواړو هېوادونوولسمشران څه وخت سره ګوري.