ټرمپ: د سوریې رژيم له مخالفینو سره دې د "CIA" د ملاتړ پروګرام وځنډول شي

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر پرېکړه کړې چې د سوریې د رژیم مخالفو ډلو څخه د «سي. ای. اې» د پټ ملاتړ پروګرام وځنډوي.

ولسمشر ټرمپ شااوخوا یوه میاشت وړاندې پرېکړه وکړه چې په سوریه کې د هغو ډلو څخه د «سي. ای. اې» یا د امریکا د استخباراتي ادارې د پټ ملاتړ پروګرام وځنډوي چې د هغه هېواد د رژیم په وړاندې جنګېږي.

روېټرز خبري اژانس او واشنګټن پست ورځپاڼې د نوم نه‌ښودلو په شرط د ځینو سرچینو په حواله ویلي چې د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه له دې کبله شوې چې له روسیې سره ګډ کار ته د امریکا لېوالتیا وښیي چې غواړي بشار الاسد د سوریې د ولسمشر په توګه واکمن پاتې شي.

په سوریه کې د حکومت مخالفو ډلو ته د تجهیز او روزنې په برخه کې د «سي. ای. اې» د ملاتړ پروګرام په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د بشارالاسد د لیرې کولو په هدف پیل شو، خو دا پروګرام ډېر بریالی نه‌و.

ډونالد ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر لیدو دمخه او د امریکا د ملي امنیت سلاکار اچ. ار مک‌مسټر «H.R. McMaster» او د هغه هېواد د استخباراتي ادارې «سې. ای. اې» د مشر مایک پامپیو «Mike Pompe» په لارښوونه دا پرېکړه کړې ده.

د امریکا او روسیې ولسمشرانو د جولای پر اوومه په جرمني کې د جې شل یا د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په څنډو کې سره ولیدل.

راپورونه وایي، په سوریه کې د حکومت مخالفو ډلو څخه د «سي. ای. اې» د ملاتړ د ځنډولو پرېکړه، په سوریه کې د اوربند په اړه د امریکا او روسیې د مذاکراتو برخه نه‌وه.

یوه چارواکي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو نه‌غوښتل د واک اخیستلو په برخه کې بشارالاسد ته یو لوی امتیاز ورکړي، خو وایي، دا د روسیې ولسمشر ته یو سېګنال وو چې د امریکا د ولسمشر اداره غواړي له روسیې سره خپلې اړیکې ښې کړي.

ډونالد ټرمپ مخکې تر دې چې د امریکا د ولسمشر په توګه دنده پیل کړي ویلي وو، ښایي په سوریه کې د ازادې سوریې ځواکونو ملاتړ وځنډوي او د اسلامي دولت ډلې په وړاندې مبارزې ته د نورو ډلو د تجهیز له لارې لومړیتوب ورکړي.