د ایران د ولسمشر کشر ورو حسین فریدون چې څو ورځې مخکې د مالي بېنظمیو د ادعاو په تور نیول شوی و، د دوشنبې په ورځ په ضمانت خوشې شوی دی.
د راپورونو لهمخې، نوموړی وروسته له هغې روغتون ته ولېږدول شو چې په محکمه کې یې روغتیایي وضعیت ښه نهو.
فریدون چې د حسن روحاني نېږدې سلاکار هم دی، په دې اړه چې څومره پیسې بهیې د ضمانت په توګه ایښې وي، نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
خو ویل کېږي چې د هغه نیونه پر روحاني چې هڅه کوي له لوېدیځ سره اړیکې ښه او پر ټولنې محدویتونه لیرې کړي، د سخت دریځو واکمنانو لهخوا د فشارونو راوستل دي.