د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، هیله لري چې د یمن جګړه د ایران او سعودي عربستان تر منځ په مخامخ جګړه وانهوړي او دواړه هېوادونه وکولای شي چې د یمن د ستونزې د هواري په برخه کې همکاري وکړي.
د سعودي عربستان په مشرۍ یوه ائتلاف چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې جوړ شو، په یمن کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو په وړاندې د یمن د حکومت تر څنګ ودرېد.
ایران اوسعودي چې په منځني ختیځ کې د لا ډېر نفوذ لرلو لپاره له یو بل سره سیالي کوي، پر یمن سربېره په سوریه کې هم د بېلابېلو سیالو ډلو ملاتړ کوي.
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په مې میاشت کې ویلي وو چې د نفوذ درلودلو لپاره د سني سعودي او شیعه ایران تر منځ هر ډول جګړه باید په ایران کې دننه وشي، نه د سعودي په خاوره کې.
کله چې تېره ورځ په نیویارک کې د نړیوالو اړیکو په شورا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف څخه د دواړو هېوادونو تر منځ د مخامخ جګړې د احتمال پوښتنه وشوه، نوموړي وویل:
"موږ واقعاً د دې کار تمه نهلرو، باید ونهجنګېږو، د جګړې اړتیا هم نهشته او دواړه د منځني ختیځ له صحنې څخه د یو بل د لیرې کېدو د هڅو اړتیا هم نهلرو."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې د تلپاتې پرمختیا په اړه د لوړې سطحې په یوه غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی، وایي چې که د سوریې او یمن د وضعیت په اړه له یو بل سره موافق ونهاوسوو، کولای شو د دې ستونزو په هواري کې همکاري وکړو.
سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین او مصر تېره میاشت په ناڅاپي ډول له قطر سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او هغه هېواد یې د اسلامي تُندلارو ډلو په ملاتړ او له ایران سره په نېږدې اړیکو تورن کړ، خو قطر دا تورونه رد کړل.
جواد ظریف وایي ایران د یوه ګډ دښمن په وړاندې جګړه کې د دغو ټولو هېوادونو یو جدي متحد دی، ځکه د ده په باور تُندلارې ډلې د ټولو هېوادونو لپاره یو ګډ ګواښ دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغهراز وویل چې له خپل امریکایي سیال رکس ټېلرسن سره اړیکې نهلري، خو وایي، دا پهدې معنی نهده چې دا اړیکې نهشي اوسېدلی.
ښاغلی ظریف وایي، ایراني چارواکي د تهران او د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو تر منځ د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون په برخه کې له امریکایي چارواکو سره منظمې اړیکې لري.