د کونړ سیند څپانده کېدو د ننګرهار زاخېلو کې ۲۰۰ کورونو ته ګواښ جوړ کړی

د کامې ولسوالۍ د زاخېلو کلي اوسېدونکي وايي، د وروستیو ورښتونو له امله د کونړ په سیند کې اوبه ډېرې شوي او د سيند یوه څنډه د زاخېلو په کلي کې ماته شوې چې شااوخوا دوه سوه کورنۍ له ګواښ سره مخ دي.

د دې سیمې اوسېدونکی ننګيالی وايي، هر کال چې سیند څپانده شوی دغه کورونه‌يې له ګواښ سره مخ کړي.

دی وايي، اوس تر دوو سوو پورې کورنۍ بې‌ځایه شوي او له مسؤلینو غواړي چې د خوراکي توکو د مرستو پر ځای دې د دوی د کلي لپاره استنادي دېوالونه جوړ کړي.

«دلته یوه وياله وه د کونړ سیند هغه وړې ده»

نوموړي زیاته کړه:

"دلته یوه وياله وه د کونړ سیند هغه وړې ده پر کورونو اوبه راغلي دي خلک له سختو مشکلاتو سره مخ دي. خلک وايي موږ مرستې نه‌غواړو یوازې زموږ لپاره دې د دې اوبو مخه ونیسي."

بلخوا د ننګرهار ولایتي اداره وايي، دې ستونزې یوازې په کامه ولسوالۍ نه بلکې په نورو سیمو کې هم ځيني کورونه د ګواښ سره مخ کړي.

د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، د ځينو سیمو سروې شوې او په پام کې ده چې د زاخېلو کلي لپاره هم استنادي دېوالونه منظور کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کلیو او پراختیا ریاست په چوکاټ کې ځينې بودجه منظور شوې ده دغه چارې به ترسره کېږي موږ به هڅه وکړو چې په دې کې د زاخېلو سیمه هم شامله کړو."

خوګیاڼی: د یادو سیمو لپاره استنادي دېوالونه په نظر کې نیول شوي.

درې کاله وړاندې په همدې موسم کې د کونړ سیند د څپانده کېدو له امله د کامې ولسوالۍ د زاخېلو په سیمه کې سېلابونو په لسګونه کورونه تخریب کړي وو چې د سیمې د خلکو په وینا د دوی غږ چا وانه‌ورېده او دا ستونزه د بيا ځل لپاره تکرار شوه.

راپور: شاه‌محمود شینواری