د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

د ننګرهارپه کامه کې سېلابونو لسګونه کورونه زیانمن کړي


د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې سېلابونو لسګونه کورونه زیانمن کړي او ارتباطي لارې یې قطع کړې دي.

د کامې ولسوالۍ د زاخېلو د سیمې اوسېدونکي وايي، له کونړ سیند څخه راوتلو سېلابونو د اخترپه لومړۍ ورځ شاوخوا اتیا کورنیو او د هغو سلګونه جریبه ځمکو ته زیان واړاوه.

قومي مشر فضل ربي ازادي راډیوته وویل چې د سیند څپو د اوبو سربند والوزاوه او اوبه د خلکو پر کورونو ورغلې. نوموړي د اوښتو زیانونو په اړه وویل:

((تقریبا اتیا کورونه د اوبو په منځ کې ګیر دي. په دې اتیا کورونو کې لس کورونه بالکل له مینځه تللي دي.

د شاوخوا درې سوه جریبه ځمکې فصلونه له منځه تللې او شپږسوه متره سرک چې د کامې او زاخېلو ترمنځ یې ارتباط ټینګ کړی و، زموږ رابطه قطع شوې.))

عیني شاهدان وايي، د سېلاب له راوتو مخکې خپل له خپلو کورونه وتلي و او ځکه د سر زیان نشته خو د دوی په وینا نورې کورنۍ د سېلابونو له ګواښ سره مخامخ دي چې باید مرسته ورسره وشي.

XS
SM
MD
LG