کوټه: د پوليس افسر په شمول څلور پوليس په هدفي بريد کې وژل شوي

وژل شوى پوليس افسر مبارک شاه

نن پنجشنبه په کوټه کې د يوه پوليس افسر په شمول څلور پوليس عسکر د وسله‌والو په هدفي بريد کې وژل شوي دي.

د پنچشنبې په غرمه ناڅرګندو موټرسايکل سپرو وسله‌والو د کوټې ښار په جنوبي برخه کې په «دېبه کلي» کې د پوليسو پر موټر ناببره پرله‌پسې ډزې وکړې او د پېښې له ځايه وتښتېدل.

د پوليسو يوه مشر عبدالرزاق چيمه رسنيو ته وويل چې د قايد اباد تاڼې يو پوليس افسر مبارک شاه له خپلو درېیو ساتونکو سره په خپل موټر کې راروان وو چې په خوندي ځاى کې ورته پټو موټرسايکل سپرو وسله‌والو ناببره ډزې ورباندې وکړې.

چيمه وايي، د ډزو په نتيجه کې پوليس مشر او درې ساتونکي يې ځاى پر ځاى وژل شوي، خو موټر چلوونکى يې ټپي شوى دى.

وژل شوى پوليس افسر مبارک شاه په خټه اڅکزى وو.

په دغه حمله کې څلور تنه وژل شوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي چې تر دې پېښې وروسته يوې خبري غونډې ته وينا کوله د دې پېښې په اړه وويل:

"په غندنو-غندنو موږ ستړي شوو، بس سمه ده همدغه توري کارول کېږي چې غندنه‌يې کوو، خو غندنه کفايت نه‌کوي، زموږ د ملک بدمرغي ده چې دا د ترهګرۍ ناروغي ورپورې شوې ده، دغه پوليس افسر چې شهيد شوى دى زموږ د ګلستان کارېز اوسېدونکى وو، غبيزى اڅکزى وو، په پېښه کې يې زوى او ملګري هم شهيدان شوي دي، موږ دا پېښه په کلکه غندو."

د دې بريد مسؤليت داعش وسله‌والې ډلې منلى دى.

د اعماق په نامه خبري اژانس په عربي ژبه خبر خپور کړى چې د پنجشنبې په ورځ پر پوليسو وسله‌وال بريد د داعش ډلې وسله‌والو کړى دى، خو تر پېښې سمدستي وروسته له پاکستاني طالبانو جلا شوې ډلې جماعت‌الاحرار هم د دې بريد مسؤليت پر غاړه اخيستى دی.

دا په درېیو ورځو کې دوهمه پېښه ده چې د پوليسو لوړپوړي افسران په‌کې وژل کېږي.

د دوشنبې په ورځ په چمن ښار کې هم د پوليسو پر يوه موټر ځانوژونکى بريد شوى وو چې يو پوليس افسر ساجد خان مومند له دوو نورو کسانو سره په‌کې وژل شوى او شااوخوا ۱۵ تنه په‌کې ټپيان شوي وو.

د کوټې په انتحاري حمله کې ګڼ کسان وژل شوي و.

د يادونې وړ ده چې سږ کال د بلوچستان په مرکز کوټه او ځينو نورو سيمو کې پر پوليسو وسله‌وال بريدونه تر تېرو کلونو زيات شوي دي.

يوازې په تېرو پنځو مياشتو کې پر پوليسو اته وسله‌وال بريدونه شوي چې په نتيجه کې يې د پوليس افسرانو په شمول لسګونه پوليس عسکر وژل شوي دي.

په وروستيو بريدونو کې وژل شوي اکثر پوليس افسران پښتانه دي، پر ټولنيزو رسنيو فعالو ځوانانو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې دا د پښتنو افسرانو د وژنې يوه نوې دسيسه ده چې په هدفي توګه وژل کېږي.

راپور: بارکوال مياخېل