العبادي د موصل ازادولو لپاره عراقي ځواکونو ته مبارکي وویله

د عراق صدراعظم حیدرالعبادي د اسلامي دولت ډلې له ولکې د موصل ښار د ازادولو لپاره عراقي ځواکونو ته مبارکي وویله.

د عراق دوهم لوی ښار موصل چې په دې هېواد کې د داعش ډلې مهم سنګرو، له اتو میاشتو جګړو وروسته ازاد شو.

د عراق د صدراعظم دفتر پرون په یوه بیان کې وویل، د عراق د وسله‎والو قواوو اعلی قوماندان او صدراعظم حیدرالعبادي خلکو او پوځیانو ته د موصل د ازادۍ د مبارکۍ په مقصد پرون دې ښار ته ورسېد.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د موصل د ازادۍ په مناسبت پر خپله ټویټرپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي چې هېواد یې د فرانسوي سرتېرو په ګډون ټول هغه کسان ستایي چې د موصل د ازادۍ په بریا کې یې ونډه اخېستې.

عراقي ځواکونو په موصل ښار کې د داعش ډلې پرضد عملیات په تېره اکتوبر میاشت کې پیل کړل چې د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف یې هوايي ملاتړ کاوه.