د سوریې جنوب لوېدیځ کې سر له نننه اوربند پیلېږي

امریکایي او روسي لوړپوړي چارواکي هغه اوربند چې د سوریې په جنوب لوېدیځ کې پرې موافقه شوې، په سوریه کې د سولې پرلورې مهم پرمختګ بولي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، هغه اوربند چې ټاکل شوې ده د سوریې په جنوب لوېدیځ کې وشي، د دغه هېواد په ټولو برخو کې د احتمالي سولې لور ته یو مهم ګام دی.

مک مسټر

ایچ ار مک‌مستر پرون شنبه وویل، ټاکل شوې ده چې د سوریې پر وخت نن یکشنبې د غرمې له ۱۲بجو اوربند پیل شي.

ده اوربند د امریکا لپاره لومړیتوب وباله، ویې ویل چې د ټرمپ حکومت پر هغه پرمختګ چې د اوربند په برخه کې شوی، تشویق شوی دی.

مک‌مستر دا هم وویل چې امریکا د داعش ماتې، د سوریې د جګړې له پای ته رسېدو سره مرستې، د خلکو د کړاونو له کمولو او خپلو کورونو ته د بېځایه شویو خلکو په بېرته ستنولو کې مرستې ته ژمنه ده.

هغه زیاته کړه چې دغه موافقه دغو ګډو هدفونو ته د رسېدو پرلورې یو مهم ګام دی.

په سوریه کې په دغه سیمه کې د اوربند د نافذېدو پرېکړه د جولای په اوومه د جرمني په هامبورګ ګې د شلو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې د متحدو ایالتونو، روسیې او اردن له خوا وشوه.

د جي شل هېوادونو غونډه کې پر یاد اوربند موافقه وشوه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف وویل دغه اوربند به له متحدو ایالتونو او اردن سره په همغږۍ د روسیې د پوځي پولیسو له خوا څارل کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین د شنبې په ورځ په هامبورګ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د اوربند دغه موافقه د متحدو ایالتونو د دریځ د په شا کېدو او هلته په وضعیت کې په اغیزمن ډول د دې هېواد د ښکېل کېدو په نتیجه کې شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وویل، دغه موافقه زموږ، د روسیې او امریکا ترمنځ لومړنۍ نښه ده چې کولای شو په سوریه کې ګډ کار وکړو.

دغه اوربند د سوریې په جنوب لوېدیځ کې له اردن سره د پولې په اوږدو کې په درعا، سویده او قونیطره ولایتونو کې نافذېږي.

سوریه

د سوریې د بشري حقونو ډلې چې دفتر یې په بریتانیا کې دی پرون وویل چې په هغو سیمو کې چې نن له غرمي به دغه اوربند نافذېږي، د درعا پر دوو کلیو د سوریې د حکومتي ځواکونو د توپونو له خال خال ډزو پرته نور وضعیت نسبتاً ارام و.

په عین حال کې روسیې چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړې ده، له ترکیې او ایران سره یې په سوریه کې په اصطلاح د جګړې د بندیدو پرڅلورو زونونو خبرې پیل کړي دي.

په دې اړه چې په دغو زونونو کې کومې سیمې د اوربند په سیمو کې شاملې شي او څوک به پر اوربند څارنه کوي، تر اوسه موافقه نه ده شوې.

خو پخوا تردې د سوریې د حکومت او د یاغي ډلو ترمنځ ورته اوربندونه مات شوي دي.