کندزیان وايي، له څو کالو راهیسې په دې ولایت کې د وسلهوالو مخالفینو پر ضد تصفیوي عملیات پیلېږي، خو تر اوسه د دولت تر حاکمیت لاندې د جغرافیې لمن نهده پراخه شوې.
د دغه ولایت اوسېدونکو او د ولایتي شورا غړو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د کندز په روان وضعیت اندېښنې څرګندوي او ویلي یې دي، سره له دې چې هر کال د دې ولایت په کچه په بېلابېلو نومونو د وسلهوالو مخالفينو د ځپلو په هدف تصفیوي عملیات تر سره کېږي، خو تر اوسه د دولت تر مديریت لاندې اراضي پراختیا نهده موندلې او لا هم د دې ولایت ډېره خاوره د دولت ضد عناصرو تر کنټرول لاندې ده.
د کندز یو قومي مشر حاجي شریف د دې ولایت د روانو حالاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"هرې خواته خلک وژل کېږي، خو پوښتنه نهشته او حکومت هېڅ پوښتنه نهکوي چې ولې خلک بېګناه وژل کېږي او که په ورځ کې۱۰۰ نفره هم ووژل شي، څوک یې پوښتنه نهکوي او د امنیت پوښتنه خو مه کوه، ټول خلک د امنیت له نشتوالي سر ټکوي."
په ورته وخت کې په کندز کې یو مدني فعال ډاکټر جمال بهمنش بیا وايي چې هر کال د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې حکومت د وسلهوالو مخالفينو پر وړاندې چاڼیز عملیات تر سره کوي، خو بیا هم هر کال د دې ولایت یو شمېر سیمې د دولتي ځواکونو او وسلهوالو مخالفينو تر منځ لاس په لاس کېږي.
ښاغلي بهمنش زیاته کړه:
"په کندز کې امنیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی، یعنې مصؤنیت د نا امنۍ پر لور روان دی او خلک د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي او دغه روان وضعیت ته په کتو سره حکومت هره ورځ خپل ځان بایلي، حتی د خپلسرو وسلهوالو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی."
په همدې حال کې د نوموړي ولایت د ولایتي شورا یوه غړي محمد یوسف ایوبي، د کندز د اوسني حالت په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"همدا اوس د کندز ډېره اراضي د طالبانو تر تسلط لاندې ده او یوازې د ښار په محدودیه کې دولت حاکمیت لري او د دې ولایت سیمهییزه اداره ډېره ضعیفه ده او کومې ژمنې چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د کندز خلکو سره کړې وې، تر اوسه دغو جګ پوړو چارواکو خپلې ژمنې نهدي عملي کړي."
بلخوا د کندز د والي ویاند سید محمد دانش دغه انتقادونه بېځایه بولي او زیاتوي چې دمګړۍ افغان ځواکونه د دې ولایت پر اوضاع بشپړ حاکمیت لري او په سیمه کې دولت ضد عناصرو ته د سر پورته کولو اجازه نه ورکوي.
ښاغلي دانش وویل:
"دښمن خپل مورال له لاسه ورکړی او زموږ ځواکونه په قوي مورال سره د دښمن پر وړاندې جنګيږي او د کندز پر اوضاع پوره حاکمیت لري، موږ د تلوکې سیمه د دښمن له وجوده تصفیه کړې او هلته مو یو بېز جوړ کړی او لا هم په سیمه کې د طالبانو د ځپلو په هدف د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات دوام لري."
خو د کندز سیمهییز چارواکي وايي چې همدا اوس د کندز ښار پورې اړوند د تلوکې په سیمه کې د وسلهوالو مخالفينو پر ضد د افغان ځواکونو چاڼيز عملیات جریان لري او دولتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي او دغه عملیات به تر هغه وخته په سیمه کې دوام لري، څو چې د دې ولایت ټولې نا امنې سیمې د طالبانو له شتون څخه نهوې پاکې شوي.
راپور: اجمل ارین