د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې چې وايي افغان طالبان له دې هېواده وتلي څومره حقیقت لري؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د حقاني شبکې او د نورو ټولو تروریستي ډلو وسله وال له پاکستانه وتلې دي او د افغانستان په هغو سیمو کې چې د افغان حکومت تر ولکې لاندې نه دي فعالیت کوي.

افغان حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند هغه ادعا چې وايي، ټولې تروریستي ډلې له پاکستانه وتلي دي او په افغانستان کې دیره شوي، په همغه ورځ رد کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ وویل، د حقاني شبکې او د وسله والو طالبانو د نورو ډلو، د پاکستاني طالبانو د تحریک، د اسلامي دولت ډلې- داعش او القاعده وسله وال اوس له پاکستانه تښتېدلي او د افغانستان په هغو سیمو کې فعال دي چې د حکومت تر ولکې لاندې نه دي.

د مخکښ سناتور جان مککین په مشرۍ د امریکا د سنا پلاوي تېره اوونۍ په پاکستان او افغانستان کې د هغو ډلو پرضد چې پر افغان او امریکايي ځواکونو حملې کوي د داسې ګډو او همغږو عملیاتو سپارښتنه وکړه چې امریکا به څارنه پرې کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په پاکستان او افغانستان کې د افراطي ډلو پرضد پر پلان شویو عملیاتو څارنه مهمه اړتیا ده څو معلومه شي چې تروریستي ډلې په کومو ځایونو کې دېره دي.

دواخان مینه پال

نوموړي زیاته کړه:

"موږ غواړو چې د دې ادعاوو د اثبات لپاره نظارت رامنځته شي څو معلومه شي چې په رښتیا هم حقاني ډله او د طالبانو نورې ډلې له پاکستانه وتلي کنه او داعش په کومو سیمو کې دی، دوی هم ادعاوې لري چې تر ډېره له حقیقته لېرې دي، مثلاً دوی د ملا فضل الله ډله یا د احرار ډله یادوي چې په دې ټولو برخو کې یې افغانستان ته هیڅ راز سند نه دی وړاندې کړی."

د ولسمشر بل ویاند نجیب الله ازاد هم وویل، که پاکستان د همغږو عملیاتو په برخه کې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې په دې پلمه ناغیړي کوي نو افغانستان به له امریکا او چین څخه د څارونکو په توګه مرسته وغواړي.

د افغانستان د سولې او جګړې د مطالعاتو د مرکز کارپوه حلیم الله کوثري وايي، د امریکايي سناتورانو له سفر وروسته تمه کېده چې پاکستان به په خپل قلمرو کې د تروریستي ډلو له فعالیت څخه انکار وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"توقع کېده چې پاکستان به دا خبره کوي چې د طالبانو او حقاني شبکې مشران له پاکستانه وتلي او افغانستان ته تللي، د سیګار راپور او د ناټو چارواکو دا منلې چې د افغانستان ډېرې ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي نو پاکستان غواړي چې له دې استفاده وکړي او ووايي چې په افغانستان کې ډېرې سیمې اوس د دولت په لاس کې نه دي او په دې سیمو کې طالبان بشپړ تسلط لري او د طالبانو او حقاني شبکې مشران افغانستان ته تللي دي او له هغه ځایه فعالیت کوي."

د طالبانو کوټې شورا ته نېږدې سرچینې وايي، پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې د دې شورا له ځینو غړو سره تماسونه نیولي او ورته ویلي يې دي چې په پاکستان کې له خپلو استوګنځایونو څخه ووځي.

سرچینه: پاکستان له طالب مشرانو سره تماسونه نیولي.

سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په کوټه کې د طالبانو مشران اوس مهال په عام محضر کې نه لیدل کېږي او د تماس شمېرې یې هم غیرفعالې دي.

ازاد ژورنالیست او د پیښور پرس کلپ پخوانی مشر شمیم شاهد وايي چې په دې اړه په پاکستاني رسنیو کې تردې دمه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

ښاغلی شاهد وايي، که څه هم د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو هدف په پاکستان کې د افراطي ډلو د حضور ردول دي خو دا تائیدوي چې د افغان طالبانو کورونه او مرکزونه په پاکستان کې دي:

"چې کله د بهرنیو چارو د وزارت یا نورو ارګانونو له خوا دا ډول اعلانونه کېږي، مطلب یې دا وي چې دا خلک له موږ سره نشته او دوی ټول په افغانستان کې دي، خو د دې خبرې تصدیق نشي کېدای ځکه د دوی (طالب مشرانو) کورونه په پاکستان کې دي، رشته داران یې دلته دي او دوی وخت په وخت دلته ځي او راځي."

شمیم: د طالب مشرانو کورونه په پاکستان کې دي.

د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی وايي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو د مشرانو پتې ټولو ته معلومې دي.

ښاغلي کټوازي ازادي راډیو ته وویل چې نړیوال منځګړي د افغانستان له امنیتي ادارو څخه د دې مشرانو آدرسونه اخیستلای شي.

نوموړي زیاته کړه:

"دریمګړي هېوادونه چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو استازي هم ورسره وي په پیښور، کوټه او کراچۍ کې دې وګوري چې د افغانستان د استخباراتو استازي به یې ورښيي چې دا یې دفترونه دي، دا د کوټې شورا ده او دا د پیښور شورا ده، دا خو پټه خبره نه ده، د کوټې شورا او د پیښور شورا ښکاره خبرې دي او څرګنده ده چې د دوی شوراګانې هلته دي."

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد، د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي چې د افراطي ډلو پرضد د مبارزې لپاره د امریکا د سنا د پلاوي پلان د پاکستان له خوا ناکام شوی دی.

ښاغلي ستانکزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند وروستۍ وینا ته د اشارې په ترڅ کې وویل:

استاد نصرالله ستانکزی.

"لومړۍ معنا یې دا ده چې پاکستان نه غواړي د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي او دوهم پاکستان د ټولو موازینو خلاف او له ټولو دلایلو او حقایقو سره سره له دې واقعیت څخه انکار کوي چې د افغانستان د دښمنانو ټولې ځالې په پاکستان کې دي."

سوال: خو د امریکا د سنا پلاوي له افغانستان او پاکستان دواړو څخه تعهدونه اخیستي دي.

پاکستان به هغو ته څه وايي؟

ځواب:زه فکر کوم هغو ته به وايي چې موږ همکاري کوو خو زما له نظره د دې خبرو بیانول د دې پلاوي د ناکامۍ په معنا ده.

سوال: او فکر کوئ چې که د امریکايي پلاوي دا پلان ناکام شي نو د امریکا اقدام به بیا څه وي؟

ځواب: امریکا ښايي ځینې اقدامات وکړي خو داسې اقدامات چې پاکستان په رښتیا سره پرخپل ځای کینوي او د تروریستي ډلو مخه ونیسي ماته ډیر عملي نه ښکاري ځکه امریکا ثابته کړې ده چې په تېرو شپاړسو کلونو کې یې داسې اقدامات نه دي کړي چې پاکستان ته د عبرت درس وي."

کابل او اسلام اباد ته د امریکا د سنا د پلاوي له سفر وروسته افغانستان او پاکستان په خپلو قلمروونو کې د افراطي وسله والو پرضد د امریکا تر څارنې لاندې د همغږو عمیاتو ژمنه وکړه.

خو له دې موافقې سمدستي وروسته په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د پاکستان پر نیت شک څرګند کړ او ویې ویل، ډېرژر به معلومه شي چې پاکستان د حقاني شبکې پرضد هم اقدام کوي کنه.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه په یوه لیکنه کې همداراز پوښتنه کوي،ایا اسلام اباد د ګډو عملیاتو په برخه کې جدي دی او که دا ژمنه یوازې د دې لپاره کوي چې د امریکا فشارونه کم کړي.