د کندز– تخار د لویې لارې یو زیاد شمېر مسافر او موټر چلوونکي شکایت کوي چې د دغې لارې په اوږدو کې لا هم امنیتي ګواښونه موجود دي او خلک د تګ را تګ پر مهال د خوندي امنیت احساس نه کوي.
د موټر چلوونکو او مسافرو په وینا، پر دغې لارې ډېری وخت وسلهوال مخالفین د خاناباد ولسوالۍ اړوند سیمو کې موټرونه تلاشي کوي او خپلو اهدافو پسې کرځي او د دې تر څنګ، وخت نا وخت بیا نامسؤل وسلهوال هم پر دغه لار د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړوي.
دوی وایي:
"د کندز– تخار په لویه لاره لا هم امنیتي ګواښونه موجود دي او هره ورځ وسلهوال مخالفین د دغې لارې په بېلابېلو سیمو کې چېک پاینټونه جوړوي او هغه کسان چې د دوی د اهدافو لاندې وي، له موټرو څخه یې ښکته کوي او له ځانونو سره یې بیايي."
"د کندز- تخار په لار کې ستونزې شته، طالبان سړک ته را وځي، موټرونه تلاشي کوي او غیرمسؤل وسلهوال هم پر دغه لاره پر وسلهوالو غلاو او سړي تښتونو لاس پورې کوي، دولت باید د دغې لارې امنیت ته جدي توجه وکړي."
"وروره! موږ پر دغه لار د سفر پر مهال د خوندېتوب او امنیت احساس نه کوو، ځکه وخت نا وخت سړک ته طالبان را وځي، موټرونه تلاشي کوي او همداراز نامسؤل وسلهوال هم د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړوي."
دغه خلک د کندز له سیمهییزې ادارې غواړي چې د دغې لارې په اوږدو کې پوستې بېرته فعاله کړي، همداراز د کندز په خاناباد ولسوالۍ کې د خپلسرو وسلهوالو مخه ونيسې، څو خلک پر دغه لار په ارامه فکر تګ را تګ وکړي.
بلخوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي بیا وايي چې د دغې لارې په اوږدو کې امنیتي پوستې فعاله دي او خلکو ته ډاډ ورکوي چې د امنیتي پوستو په شمېر کې به زیاتوالی راولي.
ښاغلي حمیدي زیاته کړه:
"د دغې لارې په اوږدو کې فعاله پوستې بسنه نه کوي او موږ پلان لرو چې د دغې لارې په اوږدو کې یو شمېر غیر فعاله پوستې بېرته فعاله کړو، څو خلک پر دغه لاره په ارامه فکر سفر وکړي."
د کندز– تخار لویه لاره د کندز پر خاناباد ولسوالۍ تیره شوې ده، خو خلک وايي چې د دغه ولایت په کچه زیات شمېر خپلسري وسلهوال په نوموړې ولسوالۍ کې شتون لري او وخت نا وخت د دغې لارې په اوږدو کې پر وسلهوالو غلاو او سړي تښتونو لاس پورې کوي او همداراز د دغې لارې په اوږدو کې د سړک دواړو خواو ته په نېږدې کلیو کې بیا وسلهوال مخالفين شتون لري چې وخت نا وخت پر دغه لار موټرونه تلاشي کوي او خپلو اهدافو پسې ګرځي چې دې مسئلې خلکو ته ډېرې اندېښنې زېږولي دي.
راپور: اجمل آرین