لويه څارنوالي:د وروستیو مظاهرو د څېړونو په باب د هر ډول همکارۍ هرکلی کوو

په کابل کې د ورستیو مظاهرو پرمهال د شوي تاوتریخوالي د څېړنې په برخه کې د امریکا د تخنیکي همکارۍ له اعلان وروسته د افغانستان لویه څارنوالي وايي له هرهغه اقدامه چې له دوی سره واقعیت ته په رسېدو کې مرسته وکړي هرکلی یې کوي.

د لوې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې که څه هم لویه څارنوالي په خپلو چارو کې خپلواک ده خو حقیقت ته د رسېدو لپاره به د ټولو له تجربو ګټه واخلي.

رسولي:موږ به عدالت او حقیقت ته د رسېدو لپاره د دوی له تجربو او نظریاتو استفاده وکړو.

نوموړي زیاته کړه:

"که زموږ په چارو کې هر ډول ملي او نړیوالو بنسټونه همکاري کوي موږ یې هرکلی کوو، موږ به عدالت او حقیقت ته د رسېدو لپاره د دوی له تجربو او نظریاتو استفاده وکړو."

ښاغلی رسولي له هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې په کابل کې د امریکا سفارت له لورې د اختر په مناسبت په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا به په کابل کې د وروستیو مظاهرو پرمهال د تاوتریخوالي په څېړولو کې د افغانستان له لوې څارنوالۍ سره تخنیکي مرسته وکړي.

په اعلامیه کې همدا راز په کابل د امریکا د ځانګړي شارژدافیر هوګو لارینس له قوله ویل شوي چې امریکا د مې د میاشتې د ۳۱ او د جون د میاشتې د دریمې نېټې د پېښو په باب چې ګواکې زیات تاوتریخوالي پکې رامنځته شوی د منصفانه څېړنې غوښتنه کوي.

په کابل کې د خونړۍ موټربم حملې وروسته چې ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته یو شمېر کابل ښاریانو د مې د میاشتې په ۳۱ نېټه له دې کبله مظاهرې وکړي چې ګواکې امنیتي بنسټونه د امنیت په ټینګښت پاتې راغلي خو وورسته دغې مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې او دولس تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته چې تر هغه وروسته یې د کابل ښار په ځينو برخو کې د تحصن خېمې واچولې.

د روان میلادي میاشتې په درېیمه نېټه هم له هغې وروسته چې امنیتي ځواکونو په زور د کابل ښار د شېر پور په څلور لارې کې د اعتراض کوونکو د تحصن خېمه ټوله کړه اعتراض کوونکي ادعا وکړه چې امنیتي ځواکونه یې دوه تنه ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل، خو امنیتي چارواکو دغه ادعا ناسمه بللې وه.

کابل کې د تحصن کوونکو خېمه.

له دې ټولو سره ـ سره د حقوقي چارو کارپوه خالد سادات په مظاهرو کې د شوي تاوتریخوالي د څېړنو په برخه کې د امریکا مرسته ګټوره بولي.

د ښاغلي سادات په خبره که څه هم امریکایان د نړیوالو حقوقي قوانیونو له مخې مکلف نه دي چې په دې برخه کې همکاري وکړي خو د اخلاقي مسؤلیت له مخې باید د عدالت د پلي کولو په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زه فکر کوم چې امریکایان د اخلاقي مسؤلیت له مخې له افغان حکومت سره مرسته کوي خو په ملي او نړیوالو حقوقو قوانیو کې امریکا ته کوم مسؤلیت نه راجع کېږي."

د ښاغلي سادات په خبره که څه هم د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونو په دې مکلف دي چې د جرم په اړه په خپلواکه توګه پریکړې وکړي، خو دا چې د کابل په وروستیو مظاهرو کې شوی تاوتریخوالی پېچلی دی نو د امریکایانو تخنیکي مرسته کولای شي په دې اړه څېړونو ته ډېر اعتبار ورکړي.

راپور:محمد حدیث پردېس