کندهار: هندوستان ته د افغان توليداتو صادرات پيل شول

سر له نن شنبې هندوستان ته د هوا له لارې له کندهاره د تازه او وچو مېوو صادرات پيل شول.

له کندهاره د هوا له طريقه د شنبې په ورځ هندوستان ته ۴٠ ټُنه طبي بوټي، وچه او تازه مېوه صادره شوه، چې ولايتي اداره يې له هندوستان سره د لويې تجارتي راکړې ورکړې پيل ګڼي.

تر دې مخکې له کندهاره هندوستان ته د ځمکې له لارې د پاکستان له طريقه دغه صادرات کېدل چې وخت ناوخت به دغه صادارت د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سياسي کړکېچ ښکار شول.

په دې اړه د صالح محمد صالح راپور واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د صالح محمد صالح راپور