د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه په بهر کې د افغان تولیداتو د ښه بازار په هدف د سوداګریزو توکو په معیاري بستهبندۍ ټینګار کوي.
د دغې ټولنې مسؤلین وایي، افغان صنعتکاران اوس کولای شي چې په ۲۴ ساعتونو کې د څلور نیم زره متریک ټنه مېوه په معیاري ډول بستهبندي کړي.
د دغې ټولنې مشر شیرباز کمینزاده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان صنعتکاران د بستهبندۍ په برخه کې ښه پرمختګونه لري.
کمینزاده له سوداګرو وغوښتل هغه توکي چې بهر ته لېږل کېږي په ښه او سټنډرډ ډول دې بستهبندي کړي ځکه د ده په خبره دا د دوی پر کاروبار ښه اغېز لرلای شي.