په کابل کې د یتیمو ماشومانو د پالنې په یوه خصوصي رورنتون کې دېرش تنه ماشومان د خپلې کورنۍ له مینې ډک غېږې پرته شپې سبا کوي.
دلته راټول شوي ماشومان هر یو بېلابېلې کیسې لري سربېره پر دې چې دوی د پلار له غږ او پیرزوینې څخه بې برخې دي، خو بیا هم اختر ته خوشحاله دي او په خپلې ښکلې او ماشومانه نړۍ کې د اختر د راتګ لپاره شېبې شماري.
که څه هم ښايي د هر انسان په ذهن کې د ماشوم د ښکلې کلمې په اوریدو، د مینې، لورینې او معصومیت ښکلی تصویر مجسم شي خو په افغانستان کې کیسه بل ډول ده.
په افغانستان کې روانو شخړو د ګڼو افغانانو د وژنې ترڅنک د ماشومانو نړۍ هم بدرنګه کړې ده.
افغان یتیم ماشومان.
د یادو ماشومانو له ډلې یو تن عمیر له خپل کمکي ورور سعاد سره چې سمې خبرې لا نه شي کولای، د پلار له نعمت څخه بې برخې شوي او دردونکې خو لا داده چې دوی وايي، پلار یې تېر کال د اختر په شپه ووژل شو:
"پلار مو تېر کال د اختر په شپه شهید شو ، اختر ته ډېر خوشحاله یو ځکه چکرونه به پکې ووهم."
د معلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې شااوخوا شپږ سوه زره ماشومان یتمان دي او شااوخوا اووه میلیونه له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.
افغان یتیم ماشومان.
د ابراهیم پلار دوه کاله وړاندې داعشیانو دننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې په ماین والوزه وه، دی وايي د اختر په مناسبت یې نوي کالي کړي بوټان یې هم اخیستی او مېلو ته به هم لاړ شي خو وايي پلار یې تر دې ډېر څه ورته کول:
"پلار مې چې ژوندی وه کله به چې اختر راغی هرڅه به یې راته اخیستل خو اوس نشته ډېر خفه یم."
حسین او میلاد د ډایکنډي ولایت اوسېدونکي دي وايي، پلار لري خو معلومه نه ده چې چیرته به وي.
افغان یتیم ماشوم.
دوی په وړه خوله هغه غوښتنه لري چې نه یوازې د ده بلکې ښايي د ټولو افغان ماشومانو او ان د لویانوغوښتنه وي:
"له ټولو ماشومانو غواړم چې درس ووایو او کار وکړي څو سوله راشي او موږ په ارامۍ کې ژوند وکړو."
د روزنتون مسؤل مجیب الرحمان لحاظ وايي ماشومانو ته به ډېره مینه ورکړي خو دغه تشه به هېڅکله ډکه نه کړي چې دوی د یوې پرمهرې کورنۍ او پلار له پیرزوینې او لورونې بې برخې شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"ماشومانو ته ډېره مینه ورکوو خوا داسې ماشومان شته چې کله اختر راشي وايي دادا نشته چې دا ډېره دردونکې ده."
افغان یتیم ماشوم.
دغه ماشومان د پلار له مینې او لورونې بې برخي دي نو ښايي د دغه درد په درلودو دوی د اختر خوښي په سمه توګه ونشي لماځلی خو لکه څنګه چې وايي چې خوښۍ په وېشلو زیاتیږي او غمونه په وېشلو کمېږي نو ښه به وي چې د ټولنې هر وګړي په دې برخه کې خپل اخلاقي مسولیت سرته ورسوي.
راپور: محمد حدیث پردېس
Your browser doesn’t support HTML5
کابل کې د یتیمو ماشومانو بېلابېلې کیسې