پر شنه اسمان امریکايي اپاچي هلیکوپټرې، پر شااوخوا جګړې او د هلمند په لښکرګاه کې د اختر نښې نېښانې ښکاري.
اوس هم د ولسوالیو خلک لښکرګاه ته راځي او د اختر لپاره نکریزې، وچې مېوې او کالي پېري.
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي وايي، د روژې د وروستیو ورځو لښکرګاه، سړي ته هغه ښار وریادوي چې امن و او زرګونه کسان ورته د کار او بار لپاره راتلل.
د وچې مېوې کاروباریان وايي، اختر ته نېږدې ورځو کې يې ګټه ډېره وي.
د لښکرګاه ښاروال هغه کسانو ته چې توکي ګران پلوري اخطار ورکوي.
نور تفصیل د محمد الیاس داعي په دې راپور کې:
Your browser doesn’t support HTML5