د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۵ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۰:۱۷

حیات: د هلمند مارجې کې ۱۷۵ طالبان وژل شوي


د هلمند والي وایي په مارجې ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملیاتو پر مهال ۱۷۵ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۶ تنه ټپیان دي.

حیات الله حیات نن په هلمند کې یوې خبري غونډي ته وویل چې په وژل شویو وسله والو کې دهغوی یو شمېر مهم قوماندانان هم شامل دي.

د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي هم په دې غونډه کې وویل چې په مارجې ولسوالۍ کې تازه دمې ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

د ازادي راډیو د خبریال د راپور پر اساس په مارجې ولسوالۍ کې عملیات تېره اوونۍ پیل شوي وه.

اوس مهال پر مارجې سربېره د هلمند په ګرمسیر ، نادعلي او سنګین ولسوالیو کې عملیات روان دي.

XS
SM
MD
LG