د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، کشفي او امنیتي ادارې باید معلومې کړي چې د دوی کوم مامورین له وسلهوالو مخالفینو سره لاس لري.
فضل هادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ د سناتورانو له اندېښنو وروسته وویل، کوم مکتوبونه چې له ځنیو ارګانونو دوی ته رسیدلي د سناتور یا وکیل نوم نهدی اخېستل شوی بلکې یوازې ویل شوي چې د دوی دوه مامورین له وسلهوالو مخالفینو سره اړېکې نیولۍ دي.
نوموړی وايي:
"موږ ته چې کوم مکتوب راغلی دی په هغه کې نه سناتور معرفي شوی نه هم د کوم وکیل نوم اخېستل شوی، بلکې یوازې دوه مامورین معرفي شوي دي چې له وسلهوالو مخالفینو سره ټیلیفوني اړیکې لري او زموږ لهخوا هم حکومتي ارګانونو ته لارښوونه شوې ده چې خپلې پلټنې وکړي، حکومت باید دا موضوع ثابته کړي او کهنه موږ مکتوب کې هم لیکلي چې دا موضوع به همداسې نه پریږدو، موږ هم پهدې برخه کې تر یوه حده پلټنې کړي چې دا ادعا په چا ده او تقریباً ۶۰ فیصده دا موضوع شوې ده او زموږ تر تعقیب لاندې ده."
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ولسي جرګې غړیو وویل چې د دغې جرګې د دارالانشا له لوري ورته خبر ورکړل شوی چې کوم وکیل یا سناتور قصد لري چې انتحاري د پارلمان ودانۍ ته دننه کړي.
وکیلان: یو سناتور یا وکیل قصد لري چې کوم انتحاري پالمان ته دننه کړي
د ولسي جرګې د دغو څرګندونو په اړه د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې په عمومې غونډه کې سناتورانو بېلابېل غبرګونه درلودل.
سناتور فرهاد سخي وویل، کومو کسانو چې دا ډول څرګندونې کړي باید د خپلو ادعاو د ثابتونو لپاره دغه کسان مشخص کړي.
دی وايي:
"پوښتنه دلته ده چې ولې دا کسان نه مشخصېږي، کوم وکیل یا سناتور صیب دی، کله چې داسې اندېښنې د سناتورانو یا وکیلانو په ذهنونو کې پیدا کړي تاسې وګورئ نن د سنا په مجلس کې څو محدود کسان راغلي دي کوم چا چې دا څرګندونې کړي باید وغوښتل شي او ترې پوښتنه وشي."
له بلېخوا یو شمېر نورو سناتورانو وویل چې د ملي شورا له داخله په لومړي ځل د داسې ګواښ خبرداری ورکول کېږي او باید دا موضوع جدي ونېول شي.
سناتوره نجیبه حسیني پهدې اړه وايي:
"پخوا چې کوم مکتوبونه راتلل اکثره ګواښونه له بهره ملي شورا ته متوجه و خو دا ځل دا ګوښونه د ملي شورا له داخله دي او زما وړاندیز دا دی چې دا مسئله جدي ونیول شي او له کومې مرجع څخه چې دا مکتوبونه راغلي باید ثابت کړي."
د کابل د امنیې قوماندانۍ سرپرست حق نواز حقیار هم تېره ورځ ملي شورا ته د ورپېښو ګواښونو د پخلي ترڅنګ وویل چې د شورا شاوخوا یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.
د افغانستان ملي شورا ته امنیتي ګواښونو خبرې په داسې حال کې کېږي چې پهدې وروستیو کابل د خونړیو پېښو شاهد و.
نېږدې دوه کاله وړاندې هم د ملي شورا په پخوانۍ ودانۍ باندې ۷ انتحاریانو ډلهییزه حمله وکړه چې په کم وخت د شورا د ساتونکو له لوري، وکیلانو ته له کوم زیان اړولو پرته له منځه یوړل شول.
خو دا مهال یو شمېر سناتوران خبرداری ورکوي، که د افغانستان ملي شورا ته ورپیښ ګواښونه سطحي ونېول شي او په اړه یې جدي پلټنې ونه شي راتلونکي کې به ناوړې پایلې ولري.
راپور: ناجیه ساپۍ