د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

وکیلان: یو سناتور یا وکیل قصد لري چې کوم انتحاري پالمان ته دننه کړي


وروسته له هغې چې د روژې په میاشت کې کابل د خونړیو انتحاري حملو شاهد و، د افغانستان ولسي جرګه وايي چې دا ځل ملي شورا ته لوړ ګواښونه متوجې دي.

د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې، که څه هم په دې اړه زیات معلومات ور نه‎‎کړل، خو ټینګار یې وکړ چې دغه موضوع یې له امنیتي مسؤلینو سره شریکه کړې ده.

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي
د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي

عبدالروف ابراهیمي وویل:

"لوړ امنیتي ګواښونه موجود دي، هغه څه چې ځینو وکیلانو ورته اشاره وکړه، زه نه‎شم کولای د مطبوعاتو مخ کې یې ووایم، هغه اندېښنې چې تاسې یې لرئ، موږ ته هم رسېدلي، موږ له امنیتي ارګانونو سره شریکې کړي، هغوی په مسؤلیت سره دغه قضیې څاري."

شااوخوا دوه کاله وړاندې د ملي شورا په پخوانۍ ودانۍ باندې ۷ انتحاریانو ډله‎ییزه حمله وکړه چې په کم وخت د شورا د ساتونکو له لوري، وکیلانو ته له کوم زیان اړولو پرته له‎منځه یوړل شول.

د ولسي جرګې غړیو وویل چې د دغې جرګې د دارالانشا له لوري ورته خبر ورکړل شوی چې کوم وکیل یا سناتور قصد لري چې انتحاري د پارلمان ودانۍ ته دننه کړي.

د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي په عمومي غوڼده کې وویل چې ملي شوار دې دغه موضوع جدي تعقیب کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي
د افغانستان د ولسي جرګې غړې نیلوفر ابراهیمي

نیلوفر ابراهیمي وویل:

"په لومړي ځل ویل شوي چې وکیل او سناتور د پارلمان داخل ته انتحاري راوړي، له تاسې نه په جدي توګه غوښتنه کوو، هغه څوک چې په دې دندې پوه شوی، حتمي یې نوم هم درته اخیستی، تاسې یې نومونه افشا کړئ، له تاسې او د ملت له کوره په جدیت د دغې موضوع د څېړنې غوښتونکي یوو."

که څه هم د کورنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه‎وايي، خو د کابل امنیه قوماندانۍ ملي شورا ته د ورپېښو ګواښونو د پخلي تر څنګ وايي چې د شورا شاوخوا یې جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ سرپرست حق‎نواز حقیار ازادي راډيو ته وویل چې د وکیلانو د موټرو او د هغوی د ساتونکو د تلاشۍ موضوع یې جدي نیولې ده.

ښاغلی حقیار زیاتوي:

"کله چې په دې اړه موږ ته اطلاعات را ورسېدل، موږ هم تقویتي پرسونل زیات کړل، دا سپارښتنه مو ورته وکړه چې په کومو شرایطو او اساساتو وسایط، د وکیلانو ساتونکي څنګه تلاشي او تثبیت کړي، کومو موټرو ته اجازه ورکړي چې شورا ته دننه شي، د چسپکي ماینونو مخنیوی څنګه وکړي، په دې اړه موږ جدي هدایات ورکړي دي."

د کابل د امنیه قوماندانۍ سرپرست وايي چې د ملي شورا د دوانۍ شاوخوا یې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي او امنیتي ګزمې یې زیاتې کړې دي.

د چارو کارپوهان وايي چې د داسې انګېزو په اچولو سره چې ګواکې وکیل یا سناتور قصد لري چې انتحاریان د شورا ودانۍ ته داخل کړي، دا د دښمن یو ډول تاکتیک دی چې غواړي شورا د غړیو تر منځ بې‎اعتباري رامنځ‎ته کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې عتیق‎الله امرخېل وايي چې په دې برخه کې دې کشفي او استخباراتي هلې ځلې زیاتې شي، څو له هر ډول حملو او بې‎باورۍ مخنیوي وشي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG