په فراه کې سږ کال د هندوانو حاصلات زیات شوي

Your browser doesn’t support HTML5

په فراه ولایت کې سږ کال د هندوانو حاصلات زیات شوي دي. د دغه ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي چې هره ورځ د دغه ولایت څخه کابو ۳۰ ټنه هندوانې د افغانستان نورو ولایتونو ته ځي. له بلې خوا ګروند ګر که څه هم د هندوانو د حاصلاتو څخه خوښ دی خو وایي چې باید په بهر کې هم ورته بازار موندنه وکړي. ویډیو احمد شاه فطرت او ایډیت ابراهیم صافی