ټیلرسن نن د استازو جرګې غړو پوښتونو ته ځواب وايي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن.

تمه ده د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن نن د استازیو جرګې یوې غونډې کې پوښتنو ته ځواب ووايي.

ټیلرسن په داسې حال کې د استازیو جرګې د بهرنیو چارو په کمېټې کې نن ماسپيښين مهال څرګند يږي چې د امریکا کانګرس په مسکو باندې د شته بندیزونو دوام او د نویو بندیزونو وضع کولو ته نېږدې شوی دی.

ټیلرسن به د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۸ کال د بودجې په اړه په دې استماعیه غونډه کې څرګند شي.

کېدای شي د روانې اوونۍ په پای کې د امریکا متحده ایالتونو سنا جرګه هم د دغه هېواد په تېرو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د تورونو په خاطر په مسکو بندیزونه ورګوي.

د سنا جرګې د بهرنۍ چارو کمېټې په یوه استماعیه غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن پرون وویل چې د مسکو او واشنګتن اړیکې د خرابېدو په حال کې دي خو د امریکا اداره لا هم د دې اړیکو د رغولو هڅه کوي.