سشنز د امریکا سنا جرګې د استخباراتو کمېټې پوښتنې ځوابوي

د امریکا لوی څارنوال جف سشنز موافقه وکړه چې د سنا جرګې د استخباراتو کمېټې پوښتنو ته ځوابونه وايي.

دا کمېټه د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې او د روسي چارواکو او د ډونالډ ټرمپ د نژدې کسانو د اړیکو په اړه څېړنې کوي.

وروسته له دې چې د امریکا د فدرالي تحقیقاتي ادارې یا ایف بي ای ګوښه کړای شوي رئیس جېمز کومي تېره اوونۍ د شاهد په توګه څرګندونې وکړې، پر ښاغلي سشنز فشار دی چې د سنا جرګې استخباراتي کمېټې ته حاضر شي او په ښکاره څرګندونې وکړي.

دې کمېټې پرون دوشنبه وویل چې د سشنز څرګندونې به چې ټاکل شوې ده نن کمېټې ته حاضر شي، علني وي.