د کندوز د امنيې قوماندانۍ اداري مرستيال وحيد اله بيکزاد د وسلوالو مخالفانو له بنده په تېښته بريالى شو.
د پوليسو د ٨٠٨ زون د عمومي قوماندانۍ وياند محفوظ اله اکبري ازادۍ راډيو ته وويل:
”دى د تېر کال د غبرګولي يا جوزا پر اتمه د کندوز- خان اباد ترمنځ لار کې د مخالفانو لخوا تښتول شوى و، چې نن د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغى“