د بريتانيا صدراعظمه وايي د شمالي ايرلنډ له ډيموکراتيک اتحادپلوه ګوند سره به د يوه اقليت حکومت پر تشکيل کار ته ادامه ورکړي.
وروسته له هغې چې تر وخت مخکې پارلماني انتخاباتو کې د هغې محافظه کار ګوند اکثريت څوکۍ ونه ګټلې، تيريزا مې نن له ملکې اليزابت سره تر کتنې وروسته وويل:
”دلته د اعليحضرتې ملکې اليزابت د کتنې لپاره راغلې وم. زه به اوس يو حکومت تشکيلوم. داسې حکومت چې ډاډ راپه برخه کړي او په داسې بحراني وخت کې بريتانيا رهبري کړي“
د بريتانيا محافظه کار ګوند تر وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې ٣١٨ څوکۍ ګټلي او د حکومت مخالف کيڼ اړخي کارګر ګوند ٢٦١ څوکۍ خپلې کړې دي.
په بريتانيا کې د حکومت د تشکيل لپاره يو ګوند لږ تر لږه درې سوه شپږويشتو څوکيو ته اړتيا لري.
اوس چې يو ګوند هم نه دى توانېدلى اکثريت سيټونه وګټي، ويل کېږي بريتانيا ښايي د کړکېچ يوې دورې ته داخل شي او پارلمان به بې برخليک پاتې وي.