ترکيې د عراقي کردانو په خودمختاره سيمه کې ټولپوښتنه تېروتنه وبلله

ترکيې د عراق د کردستان د نيمه خپلواکې سيمې هغه پلان غټه تېروتنه بللې، چې غواړي د دې سيمې د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه وکړي.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت نن په يوه اعلاميه کې د عراق له کردانو غوښتنه وکړه په هغو هڅو کې برخه واخلي، چې د عراق يووالى غښتلى کوي.

د عراق کرد چارواکو د چهارشنبې په ورځ ويلي وو، په دې سيمه کې به د سپټمبر پر ٢٥مه د خپلواکۍ لپاره ټولپوښتنه وشي، خو داسې نه ښکاري چې د بغداد فډرال حکومت دې د دې اقدام هرکلى وکړي.