په کندهار کې يو وسلهوال بريد کوونکی تر درې ساعته جګړې وروسته ووژل شو.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسلهوال د ملي امنیت د ځواکونو له لوري د نيول کېدو پرمهال له امنیتي ځواکونو سره له يوه کور څخه څوساعته جګړه وکړه، دغه کور د کندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند د یارانه مارکیټ سره و چي بلاخره وسلهوال د ملي امنیت د ځواکونو له لوري ووژل شو.
يوې باوري امنیتي سرچينې ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نښته کې د ملي امنیت يو سرتيری هم وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
بلخوا په سپينبولدک ولسوالۍ کې نن غرمه پر موټر سایکل بم چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي چې د يادې پېښې پرمهال يو مُلکي وګړى وژل شوى او دوه ملکيان او يو سرحدي پوليس ژوبل شوي دي.
د دې پېښو مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.