د بريتانيا صدراعظمې د ټروريزم په وړاندې پر مبارزې ټينګار وکړ.
تيريزا مې دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې تېره شپه په لندن کې په يوه تروريستي حمله کې ٧ کسان ووژل شول او په لسګونو نور ټپيان شول.
درېيو مشکوکو کسانو خپل موتر د لندن پر پله يا لندن برج پر خلکو وربرابر کړ، وروسته يې برا مارکيټ ته نږدې پر خلکو د چړې ګوزارونه وکړل.
دوى وروسته د پوليسو په ډزو ووژل شول.
تيريزا مې نن يکشنبه په يوه ټلويزيوني وينا کې وويل د تېرې شپې حمله تروريستي وه:
”تېره شپه زموږ هېواد يو وار بيا د يوې وحشيانه تروريستي حملې قرباني شو“
پوليسو ويلي د حملې په تړاو نن د لندن په ختيځ کې ١٢ کسان نيول شوي، او په سيمه کې تالاشي روانه ده.
که څه هم تر دې پېښې وروسته ګڼو سياسي ګوندو د راتلونکو ملي انتخاباتو لپاره کمپاينونه ودرول، خو د بريتانيا صدراعظمې وويل، چې انتخابات به له پلان سره سم د پنج شنبې په ورځ وشي.