فلپين: پر قمارخانې حمله کوونکى پوروړى قمارباز و

د فلپين پوليس وايي هغه سړى چې د يوې قمارخانې د اولګونې په پېښه کې ښکېل و، د دې قمارخانې ډېر پوروړوى و.

دغه کس په ماليې رياست کې له خپلې دندې شړل شوى و.

په هغه پېښه کې چې د جمعې په ورځ شوې، ٣٧ کسان مړه شوي وو.

پوليسو نن په يوه اعلاميه کې ټينګار وکړ، چې دا پېښه له ټروريزم سره ارتباط نه لري، خو د هغې حملې مسووليت داعش ډلې منلى دى.

د جمهوري رياست د ارتباطاعاتو د عملياتي دفتر سکرټر مارتين اندانار د چين مرکزي ټلويزيون ته وويل:

”موږ ډېر خواشيني يو چې داسې د تاسف وړ پېښه وشوه. موږ د ٣٧ بېګناه ملکيانو پر وژل کېدو په وير کې يو، موږ د قربانيانو کورنيو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو“

٤٢ کلن حمله کوونکى چې نوم يې جيسي کارلوس معرفي شوى، درې اولادونه لري، چې له ماليې رياست څخه شړل شوى و.

دغه مشکوک کس د جمعې په ورځ قمارخانې ته ننوت، د قمار مېزونو ته يې اور واچاوه. د ډېر لوګي له کبله په قمارخانه کې راټول مېلمانه او کارګران مړه شول.

تر پېښې وروسته يوه نږدې هوټل ته وتښتېد، خو هلته يې ځان خپله مړ کړ.