ارګ: ټروريزم په ټوله نړۍ کې متحرک شوى

جمهوري رياست وايي ټروريزم د ټولې نړۍ په سطحه متحرک شوى او تروريستان په خپلو جنايتکارانه اعمالو خلک په نښه کوي.

د بريتانيا د تېرې شپې حملې په تړاو د افغانستان جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي، تروريستي ډلو جغرافيايي سرحدونه مات کړي او د بشريت لپاره په يوه نړيوال ګواښ بدلې شوي دي.

په اعلاميه کې جمهوري رياست ټينګار کړى، د تروريستي ډلو په وړاندې د مبارزې لپاره دې ټول هېوادونه متحد شي.

تېره شپه په لندن کې درېيو بريدکوونکو خپل موټر پر خلکو وربرابر کړ وروسته يې پر خلکو د چړې ګوزارونه وکړل.