د پاریس اقلیمي بدلون له تړونه د امریکا وتلو په اړه نړیوال غبرګونونه

امریکا متحده ایالتونه به د پاریس له اقلیمي تړون ووځي.

د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ پرون دا اعلان پرون وکړ او ویې ویل چې د پاریس اقلیمي تړون په امریکا متحده ایالتونو باندې "دروند مالي او اقتصادي بار" اچوي.

د پاریس له اقلیمي تړون د امریکا متحده ایالتونو د وتلو د پرېکړې په اړه د فرانسې، جرمني، ایټالیا، روسیې او چین مشرانو غبرګونونه ښودلي دي.

دوی وروسته له هغه غبرګون ښودلی چې د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وویل د پاریس له اقلیمي تړون وځي.

ډونالد ټرمپ اعلان د پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې وکړ او ویې ویل چې د پاریس اقلیمي تړون په دغه هېواد مالي او اقتصادي بار اچوي.

نوموړي زیاته کړه:

ډونالډ ټرمپ.

"د خپلې مهمې دندې د پوره کولو لپاره چې د امریکا او امریکایانو خوندي کول دي، متحده ایالتونه به د پاریس له اقلیمي تړون ووځي، خو خبرې بېرته پیلوو څو بیا د پاریس په اقلیمي بدلون یا هم یوه نوي تړون کې داخل شو چې د امریکا متحده ایالتونو، د دغه هېواد د سوداګرۍ، کارګرانو، خلکو او ټکس ورکوونکو لپاره مناسب وي، نو موږ د پاریس له اقلیمي تړون وځو."

د امریکا متحده ایالتونو جمهور رئیس دا هم وویل چې د پاریس اقلیمي تړون منصفانه نه دی ځکه د ده په خبره د مضره ګازونو د خورېدو د مخنیوي لپاره په صنعتي مرکزونو او فابریکو خاص محدودیتونه لګول کېږي.

ټرمپ باوري دی چې د دغه تړون ډېر محدودیتونه تر نورو هېوادونو په امریکا زیات فشار راوړي.

د فرانسې جمهور رئیس ایمانویل مکرون وویل د پاریس له تړون د امریکا یوه تېروتنه ده.

مکرون په امریکايي صنعتګرانو غږ وکړ چې که د ډونالد ټرمپ له پرېکړې ناهیلي وي فرانسې ته ورشي او هلته دې کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

د فرانسې ولسمشر مکرون.

"دې پرېکړې ته درناوی کوم خو باوري یم چې د امریکا متحده ایالتونو او د ځمکې د کرې لپاره یوه غټه تېروتنه ده، ټولو کارپوهانو، انجنیرانو او مسؤلو ښاریانو ته چې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر له پرېکړې ناهیلي شوي، غواړم ووایم چې فرانسه ستاسو دویم کور دی."

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتیریس د پاریس له اقلیمي تړون د امریکا وتل ډېر خواشینونکي بللي.

د روسیې او چین ولسمشرانو هم په دې اړه ناهیلي ښودلې او ویلي یې دي چې د پاریس په تړون به پابند و اوسي.

د پاریس اقلیمي تړون په ۲۰۱۵ کال کې د ۱۹۵ هېوادونو له خوا د فرانسې په پلازمینه کې لاسلیک شو او له مخې یې هېوادونه اړ دي چې ګل خانه يي ګازونه کم کړي.
کارپوهان وايي دا ګازونه د ځمکې د تودیدو لامل کېږي چې د ژوند د دوام لپاره سخته تمامېږي.

راپور: صفی الله ستانکزی