کابل کې د چهارشنبې ورځې د خونړۍ پېښې مالي زیانونه
Your browser doesn’t support HTML5
په کابل کې د چهارشنبې د ورځې خونړۍ پېښې د انساني مرګ ژوبلې ترڅنګ ګڼ مالي زیانونو هم اړولي دي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیبزي د پنجشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې چاودنې تر څلورکیلو مټرۍ پورې دولتي او خصوصي بنسټونو ته زیان رسولی دی.
د ښاغلي حبیبزي په خبره د لومړنیو معلوماتو له مخې تر دې دمه خصوصي سکتور ته یو میلیارډ افغانۍ زیان رسیدلی خو د چاودنې قوت ته په کتو ښايي د زیانونو کچه له څلور میلیارډو هم واوړي. ویډیو او ایډیټ: ولی سباوون