د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، وردک او غزني چارواکو غونډه وکړه

د پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر، میدان وردک او غزني ولایتونو والیانو او امنیه قوماندانانو د پکتیا په مرکز ګردېز کې پرون غونډه وکړه.

د دې غونډې د هدف په اړه د لوګر امنیه قوماندان عصمت‌الله علیزي ازادي راډیو ته وویل:

"دا امنیتي غونډه د دې لپاره وه چې څرنګه موږ کولای شو د دښمن شوم پلانونه په خپل وخت او زمان شنډ کړو. له خلکو سره چې زموږ رابطه په کوم ځای کې کمزورې ده هغه پیاوړې کړو او په کومو ځایونو کې چې امنیت نه‌شته هلته امنیت ټینګ کړو."

د ګردېز په غونډه کې د شپږ واړو ولایتونو د ملي امنیت رئیسانو هم برخه اخیستې وه.

د غونډې برخه‎والو له مرکزي حکومته وغوښتل چې د دوی په ولایتونو کې دې د پوځي قطعاتو او جزوتامونو تجهیزاتو او اکمالاتو ته پاملرنه زیاته کړي.