د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا په خوست ولايت کې شوې پرونۍ ځان وژونکې حمله د ټولو اسلامي او انساني اساساتو خلاف وبلله.
دغې شورا نن په يوه اعلاميه کې وويل، د وطن او دين دښمنانو يو وار بيا په جنايت لاس پورې کړ او د روژې په اوله ورځ يې په خوست کې په ځان وژونکې حمله کې ١٨ ملکيان ووژل او ٦ تنه نور ټپيان کړل.
د عالمانو سرتاسري شورا د جنګ له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې، چې د روژې مبارکې مياشتې په خاطر له جنګ څخه لاس واخلي او خپلې ستونزې د مذاکرو له لارې حل کړي.
په خوست کې د پرونۍ حملې مسووليت چا نه دى منلى.