د ملي امنيت سلاکار پر ټروريزم د خبرو لپاره روسيې ته لاړ

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د ټروريزم په وړاندې پر مبارزه او نورو مسايلو د بحث لپاره روسيې ته روان شو.

دى د خپل روسي سيال په بلنه نن مسکو ته روان شو او هلته به په اتم کلني امنيتي کنفرانس کې ګډون وکړ.

د ملي امنيت د شورا وياند قادر شاه ازادۍ راډيو ته دا معلومات ورکړل.

په دغه کلني امنيتي کنفرانس کې چې ٢ ورځې به دوام کوي، د ٢٥ هېوادونو عالي رتبه امنيتي مسوولين برخه لري.

په کنفرانس کې به په افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليت پر مخنيوي هم خبرې وشي.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار به د چين، ايران، ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان د ملي امنيت له سلاکارانو سره هم پر امنيتي همکاريو خبرې وکړي.