د بغلان امنيتي چارواکي وايي د بغلان- کندوز د لويې لارې د خونديتوب لپاره د دوى پوځي عمليات په شدت روان دي.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع نن دوشنبه ازادۍ راډيو ته وويل، د البرز ٥ په نامه عملياتو په لړ کې تر لسو زيات وسلوال وژل شوي دي:
”د [دښمن] ١١ تنه وژل شوي او تر ١٦ پورې کسان يې ټپيان شوي دي. په وژل شويو او ټپيانو کې د دوى مهم غړي ملا منصور او ملا احمدشاه هم شامل دي“
د بغلان امنيه قوماندان وايي په بالادوري سيمه کې د دغو پوځي عملياتو په نتيجه کې ګڼې سيمې له دولت ضد وسلوالو تصفيه شوي دي.
د دولت وسلوالو مخالفانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.