د اروپايي ټولنې هغه پرېکړه چې له مخې يې د اوکراين اتباع له ويزې پرته د دې ټولنې غړو هېوادونو ته سفر کولاى شي، نن د اروپايي ټولنې په رسمي جريده کې خپور شو.
د دې تصميم تر خپرېدو شل ورځې وروسته يعنې سر د جون له يوولسمې د اوکراين اتباع کولاى شي د دې ټولنې غړو هېوادونو ته له ويزې پرته سفر وکړي.
د اروپايي ټولنې د پارلمان او اروپايي شورا استازو دغه سند تېره چهارشنبه په ستراسبورګ کې لاسليک کړ.
د اوکراين ولسمشر پيټرو پروشينکو چې د سند د لاسليک په مراسمو کې حاضر و، دا د اوکراين خلکو ته يوه تاريخي ورځ بللې وه.
پروشينکو وويل، هېواد يې له شوروي اتحاد او د روسيې له امپراتورۍ سره خداى پاماني کړې ده.
د دې اقدام له عملي کېدو سره د اوکراين اتباع چې بايومټريک پاسپورټونه ولري، ايرلنډ او بريتانيا پرته کولاى شي د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته سفر وکړي او تر ٩٠ ورځو هلته پاتې شي.