د غربي رسنيو د راپور له مخې فرانسوي مقاماتو ويلي، په پام کې ده د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په فرانسه کې د فرانسې له ولسمشر ايمانېول مکرون سره راتلونکې دوشنبه وګوري.
د فرانسې خبري اژانس ته ځينو چارواکو چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، نن دوشنبه ويلي، د فرانسې ولسمشر به له پاريس دباندې په ورساى ماڼۍ کې د پوتين کوربه وي.
د مکرون د دفتر يوه بل مقام بيا رويټرز اژانس ته ويلي، د دې کتنې په لړ کې به په ورساى ماڼۍ کې د فرانسې او روسيې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ٣٠٠ کلونو د پوره کېدو په مناسبت يو نندارتون هم پرانيستل شي.
مکرون او پوتين تېره اوونۍ په ټليفوني خبرو کې د اوکراين او سوريې پر لانجې هم بحث کړى و.