د کابل پولیس د يوې جرمنۍ مېرمنې وژل کېدل او د يو بل بهرني وګړي اختطاف کېدل تائیدوي.
د کابل ښار د اوومې حوزې امر احمد ولي صبوري وايي، تېره شپه د دغې حوزې اړوند د دارالامان سیمه کې وسلهوالو يوه جرمنۍ مېرمنه او ساتونکی یې وژلي او يو بل بهرنی وګړی يې له ځانه سره بیولی دی.
ښاغلي صبوري د يکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شوي او دوی هڅه کوي چې اختطاف شوی کس ژر تر ژره د تښوونکو له منګولو وژغوري.
نوموړی وايي:
"يوه جرمنۍ مېرمن د خپل يوه ساتونکي سره چې په دروازه کې وژل شوي او يو بل تن اختطاف شوی دی، دغو کسانو د عادي وګړو په شان ژوند کاوه او زموږ پولیس څو وارې د دوی خواته ورغلي وو او دوی تهیې ویلي وو چې موږ ستاسو امنیت نیسو، خو دغو بهرنیو وګړو ورته ویلي چې موږ بهرنیان یو او د اقتصاد وزارت له لارې راغلي یو او که تاسو کومه ستونزه لرئ نو د اقتصاد وزارت سره خبرې وکړئ."
که څه هم دغو امنیتي چارواکو د تښتول شوي کس د هویت په اړه زیات جزئیات ورنهکړل خو په ځینو خپرو شویو راپورونو کې راغلي چې دا یوه فنلنډۍ مېرمن وه.
د کابل پولیسو د اوومې حوزې امر ټینګار کوي چې ياد کسان د پولیسو تر څار لاندې وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغو کسانو د مرسي "mercy" په نوم بهرنۍ مؤسسې سره کار کاوه.
تر اوسه کوم شخص او یا ډلې د دې پېښې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
دا لومړی ځل نهدی چې افغانستان کې غیر نظامي اتباع تر برید لاندې راځي او یا هم تښتول کېږي.
نېږدې يو کال کېږي چې د افغان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو له برخلیکه کوم خبر نهشته.
دغه استادان تېر کال خپل استوګنځي ته پر لار وو چې په دارالامان کې د نامعلومو کسانو لهخوا اختطاف شول.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې امنیتي بنسټونه باید د بهرنیو اتباعو د امنیت د ټینګښت لپاره خپلې هڅې ډېرې کړي.
د دغه کمېسیون رئیس زمرک پادخوابي د يکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په امنیتي ارګانونو کې د مصلحت له مخې ګمارنې په پلازمېنه کابل کې د امنیتي ګواښونو د ډېروالي لامل شوی.
نوموړی وايي:
"کوم بهرنیان چې افغانستان ته راغلي، دوی د افغانستان څخه د ملاتړ او د خلکو د مرستې لپاره راغلي نو دا د حکومت دنده ده چې د دوی لپاره امنیت ټینګ کړي."
ښاغلي پادخوابي له امنیتي مسؤلیو وغوښتل چې د اوومې حوزې د پېښې عاملین ژر تر ژره ونیسي او تښتول شوی وګړی د دوی له منګولو وژغوري.
راپور: واصل وصال