د پاکستان د مدني ټولنو او فعالو ښځو یو پلاوی کابل ته راغلی

د پاکستان د مدني ټولنو او فعالو ښځو یو پلاوی کابل ته راغلی څو له افغان ښځو سره د سولې د ټینګښت پر لارو چارو خبرې وکړي.

د افغانستان د ښځو چاو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ کابل ته د راغلي پاکستاني ښځینه پلاوي راتګ په سیمه کې د سولې او امن لپاره ګټور ګام بولي.

له پاکستان د راغلو ښځو په استازیتوب ګلالۍ اسماعیل نن کابل کې په دې اړه جوړ شوي څلور ورځني سمینار ته وویل، د دواړو هېوادونو د ښځو درد یو دی او دوی کولای شي د سولې لپاره یو بل ته لاسونه ورکړي.

مېرمن اسماعیل زیاتوي:

"موږ غواړو سیمه کې د امنیت سره یوځای شو، ځکه د افغانستان او پاکستان امنیت له یو بل سره تړلی دی، دا امن هغه وخت راتلی شي چې د دواړو هېوادونو ښځې د امنیت د ټینګښت لپاره لاسونه سره ورکړي."

خو د ښځو چارو وزارت په دې برخه کې یوازې غونډې کافي نه‌بولي، بلکې د خبرو تر څنګ د عملي کارونو هیله هم لري.