خامنه‌اي د ولسمشرۍ کانديدانو تر منځ لفظي لانجې بې‌معنی وبللې

د ایران ستر مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌اي.

د ایران ستر مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌اي د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو تر منځ لفظي لانجې بې‌معنی بللې دي.

ده ويلي چې په دغو ټاکنو کې به د خلکو ګډون دغو لانجو ته د پای ټکی کېږدي.

د ايران په انتخاباتو کې مخالفو کانديدانو په ټلوېزيوني مناظرو او ويناوو کې پر يو بل د اداري فساد تورونه پورې کړي دي او دغه کمپاين د ايران د تېرو څلوېشتو کلونو په اوږدو کې تر ټولو ډېر له شخړو ډک بلل شوی دی.

د ايران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي د چهار شنبې په ورځ په خپله وينا کې وويل:

"د ټاکنو په بحث کې ځينې داسې خبرې وشوې چې د ايران ملت ته بې‌معنی وې، خو په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون به دا هر څه له‌منځه يوسي."

د ایران ولسمشر حسن روحاني.

د ايران اوسنی ۶۸ کلن ولسمشر حسن روحاني غواړي د دوهم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شي.

محافظه‌کار مخالفين‌يې وايي، دی د اقتصاد په ښه کولو کې پاتې راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ايران اقتصاد له لسيزو راهيسې د نړیوالو بنديزونو له کبله تر فشار لاندې دی، که څه هم یو شمېر بنديزونه وروسته له هغه لیرې شول چې روحاني له نړيوالو سره اټمي موافقه وکړه.

ابراهیم رئیسي.

د روحاني تر ټولو لوی سیاسي مخالف ۵۶ کلن محافظه‌کاره مذهبي مشر ابراهيم رئيسي دی چې وايي ايران بهرنیو مرستو ته اړتيا نه‌لري او د ۱۹۷۹ میلادي کال د اسلامي انقلاب د ارزښتونو د راژوندي کولو ژمنې کوي.

په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د لانجمنو انتخاباتو وروسته ايران له ناکرارۍ سره مخامخ شو چېرته چې سیاسي لاريونونه کمساري وو.

لاريونونو امنيتي ځپنې ته د پای ټکی کېښود.

د ايران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي د ایران په ټولو مسايلو کې د اخري پرېکړې حق لري او که دی مړ شي، ولسمشر د راتلونکي مذهبي مشر په ټاکلو کې مهم رول لري.

ایت‌الله عالي خامنه‌ای.

خامنه‌اي په ۱۹۸۰مه لسيزه کې هغه مهال ولسمشر وو چې د ايران د اسلامي انقلاب طراح او د هغه وخت مذهبي مشر ايت‌الله خميني مړ شو.

وروسته خامنه‌اي د شورای نګهبان له‌خوا د ايران مذهبي مشر وټاکل شو.