د تېلو ستر صادروونکي هېوادونه سعودي عربستان او روسيه وايي د تېلو د توليد د کمولو موافقه بايد د ٢٠١٨م کال تر مارچ مياشتې تمديد شي.
دغه څرګندونې د دې سبب شوي چې نن په نړيوالو بازارونو کې د تېلو بيې لوړې شي.
د تېلو د سترو صادروونکو هېوادونو سازمان يا اوپېک، روسيې او نورو توليدوونکو هېوادونو په لومړيو کې موافقه کړې وه چې د ٢٠١٧م کال په لومړۍ نيمايي کې د تېلو توليد د ورځې يو میليون او اته لکه بېرلو ته راکم کړي.
د شپږو مياشتو لپاره د دې موافقې د تمديد امکان هم په پام کې نيول شوى و.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزير خالد الفالح چې د چين په پلازمېنه پيکېنګ کې يې روسى سارى الکساندر ناواک څنګ ته ناست وو، نن يوه کنفرانس ته وويل:
"موږ دې نتيجې ته رسېدلي يو چې دغه موافقه تمديد کېدلو ته اړتيا لري."
دواړو وزيرانو وويل، د تېلو د توليد کمولو موافقه بايد د شپږو مياشتو پر ځاى د نهو مياشتو لپاره يعنې د ٢٠١٨م کال تر مارچ مياشتې وغځول شي.
د تېلو د توليد کمولو موافقې که څه هم د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بيې لوړې کړي، خو لا هم د يوه بېرل تېلو بيه ٦٠ ډالرو ته چې سعودي عربستانيې تمه لري، نهده رسېدلې.