د قلعه‌زال نيولو لپاره افغان قواو د ولسوالۍ پر لوري حرکت کړی

د کندز ولايتي اداره وايي افغان قواوو له دولت ضد وسلوالو د قلعه‌زال ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره د ولسوالۍ پر لوري حرکت کړی.

د والي وياند سيد محمود دانش پر دې خبرې له ټینګار سره ازادي راډيو ته وویل:

"د قلعه‌زال ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره ټاکل شويو قطعاتو د ولسوالۍ پر لوري حرکت کړی."

د والي وياند وايي د قلعه‌زال ولسوالۍ د بېرته نيولو لپاره تر پنځو سوو پورې افغان پوځيان ګمارل شوي دي.

د دولت وسله‌والو مخالفینو ٩ ورځې مخکې دغه ولسوالۍ ونيوله.