امانوئل مکرون: د فرانسې له خلکو نه مننه کوم

امانوئل مکرون

امانوئل مکرون نن يکشنبه د جمهوري رياست په ماڼۍ کې د فرانسې د نوي ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

٣٩ کلن امانوئل د فرانسې په تاريخ کې تر ټولو ځوان ولسمشر ګڼل کېږي.

ده د لوړې مراسمو ته د وينا پر مهال وويل:

"د مې پر ٧مه د فرانسې خلکو خپل انتخاب وکړ چې بايد دلته‌يې مننه وشي. د دوى له‌خوا راسپارل شوى مسؤليت يو وياړ دى چې د زړه له کومې يې ستاينه کوم. نړۍ او اروپا تر بل هر وخت فرانسې ته اړتيا لري."

مکرون له پخواني ولسمشر فرانسوا اولاند سره د دغه هېواد د چارو او د فرانسې د اټمي توغندي د توغولو د کوډونو د لېږد په اړه خصوصي غونډه وکړه.

مکرون چې پخوا د اقتصاد وزير و، په بانکدارۍ کې هم تجربه لري، تر دې مخکې يې پر کوم انتخابي پسټ کار نه‌و کړى.