د چين ولسمشر د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه

د چين ولسمشر د ازبکستان له ولسمشر سره

د چين ولسمشر په اسيا او اروپا کې له ترورېزم ضد هڅو نيولې تر مالي چارو پورې د نېږدې همکارۍ غوښتنه وکړه.

شي جين پېنګ دا څرګندونې په پيکېنګ کې په هغې غونډه کې وکړې چې د ٢٩ هېوادونو رهبرانو په‌کې برخه اخيستې ده.

دوى د چين د هغه تجارتي پلان د ملاتړ لپاره جرګه شوي چې ښايي پر تجارت او جيوپولټيک برخو د پيکېنګ نړيوال نفوذ زيات کړي.

د «يوه کمربند او يوې لارې» په نامه دغه پروژه چې د ورېښمو د لرغونې لارې د پروژې تازه کول دي، د اول وار لپاره په ٢٠١٣م کال کې مطرح شوه.

د چين ولسمشر شي جين پېنګ د سرمشريزې په پيل کې په خپله وينا کې وويل:

"چين په پام کې لري چې د «يوه کمربند يوې لارې» د پلان له ټولو ګډونوالو هېوادونو سره د ګډ ژوند د پنځو سوله‌ييزو اساساتو په رڼا کې دوستانه همکاري پراخه کړي. چين به د پرمختګ تجربې له نورو سره شريکوي خو د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې به لاسوهنه نه‌کوي."

د چين ولسمشر له دې پروژې سره د ١٢٤ میليارده ډالرو په ارزښت د مالي مرستې ژمنه وکړه چې په مرسته‌يې چين د بندرونو، رېل لارو، سړکونو او صنعتي پارکونو د شبکې په مرسته له افريقا او اسيا سره تړل کېږي.