يوروپول په انټرنټي غلو پسې عمليات پيل کړي

د اروپا پوليس يا يوروپول وايي د هغو کسانو د موندنې لپاره په نړيواله سطحه د پلټنې عمليات پيل شوي چې په وروستۍ ستره نړيواله انټرنټي حمله کې لاس لري.

يوروپول نن وويل، په دې انټرنټي يا سايبري حمله کې په څه باندې ١٥٠ هېوادونو کې تر دوه لکه ډېر کسان زيانمن شوي دي.

د يوروپول اجرائيه مشر راب وېن رايت وويل، نړۍ له دې درکه له مخ په زياتېدونکي ګواښ سره مخامخ ده.

ويل شوي چې په دې سايبري حمله کې روسيه او بريتانيا ډېر زيانمن شوي دي.