د ناټو د راتلونکې سرمشريزې پر تياريو خبرې وشوې

صلاح الدين رباني

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د ايټاليا له سفير سره د ناټو د راتلونکې غونډې په اړه خبرې وکړې.

په پام کې ده په بروکسل کې د ناټو په مقر کې دغه غونډه ١١ ورځې وروسته وشي، چې د افغانستان پر مسئله هم په کې خبرې کېږي.

د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې پر اساس صلاح الدين رباني نن ماسپښين د ايټاليا له سفير روبرتو کانټون سره پر دې او نورو مسايلو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د افغانستان د سولې د مذاکرو او په دې برخه کې پر شويو پرمختګونو هم خبرې وشوې، چې د اعلاميې په حواله ايټاليا له دې بهيره پر خپل ملاتړ ټينګار وکړ.